کابل باختردوږي دمياشتې١٢نيټه :
د پاکولو اشر نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو د معينيت او د کابل ښاروالۍ له خوا په شپاړلسمه ناحيه کې ترسره شو.
دباخترآژانس دخبرله مخې:
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين ډاکتر کمال سادات چې د اشر په دې کارکې يې ګډون کړى و، وويل چې پاکي او نظافت د اسلام د مبين دين له نظره يو غوره عمل دى. لکه څرنګه چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) فرمايلي دي: نظافت د ايمان يوه برخه ده.
ده زياته کړه: د پاکولو د اشر په دې کار سره هم ثواب ترلاسه کوو او هم د رضاکارۍ فرهنګ په رواجولو سره خپل کور او د ژوندانه چاپيريال پاکوو.
د ځوانانو د چارو معين وويل چې د هېواد د آبادولو لپاره کار او هلې ځلې يوازې د حکومت مسووليت نه دى، بلکې د ټولنې هر وګړى په تېره بيا ځوانان بايد د هېواد په پرمختګ، ودانولو او په پاکوالي کې ونډه واخلي.
د کابل ښاروالۍ د شپاړلسمې ناحيې رئيس الحاج محمد طاهر ځواکمن نننى اشر د ځوانانو ترمنځ د رضاکارانه کارونو د رواجولو لپاره يو ښه مثال وباله .
وروسته د رضاکارو ځوانانو د فرهنګي چارو رئيس لايق شاه ځدران وويل: د رضاکارۍ د فرهنګ د رواجولو په خاطر په لومړي ګام کې کار بايد له خپل کور او چاپيريال څخه پيل کړو او وروسته يې په ټوله ټولنه کې رواج کړو.
پاى ج ذ
3 1 دقیقه لوستل