سیاستخبرونهTOPورزشتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

راشد خان ارمان؛ افغانستان د کرېکټ د لوبغاړو له درکه غني هېواد دی

تبصره

له ۲۰۰۱ زیږدیز کال څخه تر ۲۰۱۰ زیږدیز کال پورې افغانستان نړۍ ته  محمد نبي، حمید حسن او نور مشهور لوبغاړي ورپېژندل او تر ۲۰۱۵ زیږدیز کال پورې شهزاد محمدي د نړۍ پر کرېکټ راج کاوو، خو په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې یو نایابه غمي سر راپورته کړ، داسې غمی، چې د کرېکټ په نړۍ کې یې اکثریت هېوادونه د لرلو او خپلولو هیله او ارمان لري.

دغه غمی بل څوک نه؛ بلکې راشد خان ارمان دی، نوموړي په تېرو څو کلونو کې د افغانستان لپاره د ملي دندې په توګه او نورو نړیوالو سوداګریزو لیګونو کې د پام وړ ښې لوبې کړې دي، چې خپلې اړوندې لوبډلې یې د بریا تر پولو رسولې دي.

راشد په دې ورځو کې معمولي ناروغ دی او د لا ښه پام لپاره په بهر کې تر درملنې لاندې دی، وروستیو دوه میاشتو کې له اماراتو، هند او اوس مهال له سريلنکا سره لوبو کې د نوموړي تشه پوره محسوسیږي او ټول ولس ورته لاس په دعا او بیا ځلې میدان ته د راتګ شېبې یې شمېري.

راشد خان د افغانستان لپاره مهم دی او له نېکمرغه چې هېواد د راشد په څېر د لوبغاړو له درکه غني دی او له دې ښکاري، چې دلته د کرېکټ راتلونکی له اوسني وخت، چې راشد په کې لوبیږي، هم غوره دی او ډېر ژر به افغانستان په راتلونکي کې داسې یوه لوبډله ولري، چې ټول لوبغاړي به یې راشد ته ورته او له هغه هم غوره وي.

موږ او تاسو ټول ګورو، چې د هېواد کرېکټ بورد هڅه کوي د راشد په څېر نوي لوبغاړي(غضنفر) صحنې ته راولي او دا د دې ښکارندویي کوي، چې دلته لوبغاړي کم نه دي او کرېکټ ښه پر مخ روان دی، نو پکار دی چې وخت ورکول شي او داسې لوبډله رامنځته شي، چې اوس مهال نړۍ یواځې د راشد خان د درلودلو ارمان لري خو داسې وخت به راشي، چې زمونږ د ټول ټیم ارمان وکړي.

افغانستان د کرېکټ د لوبغاړو له درکه غني هېواد دی

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته