امنیت

لسګونه طالبان د هېواد په شمال کې ووژل شول

 کابل / د زمري ۳۱ مه / باختر
د شاهین قول اردو د دغې قوماندانۍ تر کنټرول لاندې ولایتونو کې د ۵۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي نن وویل چې دغه وسله وال طالبان په تېرو ٢٤ ساعتو کې د جوزجان، سرپل، بلخ او فاریاب په مربوطاتو کې د پوځیانو پر پوستو د بریدونو په وخت کې وژل شوي دي.
هغه زياته کړه چې د طالبانو پرضد بریدونو کې د دوو مهمو قوماندانانو عبدالفتاح اوقافي او ملاکریم کشده په ګډون۵۰ وسله وال طالبان ووژل شول او ۲۶ نوريې ټپیان شول.
د رضايي د څرګندونو له مخې؛ وسله والو طالبانو خپل بریدونه د فاریاب په خواجه سبزپوش، د سرپل په سانچارک او صیاد، د جوزجان په آقچې او فیض آباد او د بلخ په شولګرې ولسواليو کې ترسره کړل چې د پوځيانو د ځوابي بریدونو په پایله کې دغې ډلې ته د سر زیانونو په اوښتو سره، د فاریاب په خواجه سبزپوش او د بلخ په شولګرې ولسوالیو کې څو کلي د دغې ډلې د افرادو له شتون څخه پاک شول، دوه مهمې پوستې يې ویجاړې شوې او د هغوی وسلې، مهمات او تجهیزات د پوځیانو لاس ته ورغلل.

دا په داسې حال کې ده چې په کندز- خان آباد لویه لاره کې د وسله والو طالبانو بریدونه هم په شا وتمبول شول او د څو قوماندانانو په ګډون ۳۸ وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۶ نور يې ټپیان شول.
د دغو نښتو په بهیر کې د پوځیانو د احتمالي زیانونو په اړوند څه نه دي ویل شوي او وسله والو طالبانو هم تراوسه د دغو نښتو په اړه څه نه دي ویلي.
ختم/ع
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته