سیاست

ډاکتر کمال سادات : په پارلماني انتخاباتو کې دځوانانو ګډون بايد له پخوا څخه زيات وي

کابل باختر د وږي دمياشتې ١٣
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات وايي  چې  په راروانو پارلماني انتخاباتو کې دښځو او ځوانانو ګډون بايد له پخوا څخه زيات  وي.
دباخترآژانس دخبرله مخې :  په هغې غونډه  کې چې  دفيفا له خوا(  دانتخاباتو  په بهير کې دښځواو ځوانانودمانا لرونکي ګډون داساسي اصولو )  ترعنوان لاندې  جوړه شوې وه ،  دځوانانو معين  له ځوانانو څخه وغوښتل چې دحکومت اوپارلمان په  جوړښت کې خپل ګډون دې په هدفمندانه فعاليتونو سره  له پخوا زيات کړي.
ده  دحکومت درهبرۍ  او مديريت په کچو کې دښځو او ځوانانو  په زيات  ګډون  دټينګار په ترڅ کې ددغې غونډې دجوړولو  موخه  دانتخاباتو په بهيرکې  د ښځو او ځوانانو  دزيات ګډون په مقصد  دحل دلارو  چارو لټول  وبلل :
په دې  غونډه کې دفيفا اجرائيه رئيس يوسف رشيد وويل ؛  په اوسنيوشرايطو کې نوي تعديلونه  دانتخاباتو په بهيرکې دزبرځواکو دنفوذ امکان زياتوي  او په انتخاباتو کې دښځو او ځوانانو  ګډون محدود او کمزورى   کوي .
دى باور لري   که چېرې دولت په دې باب انديښنوته پاملرنه ونه کړي اوپه راروانو انتخاباتو کې دښځواو ځوانانو ګډون دڅرنګوالي لپاره يو هدفمند پروګرام ونه  سنجوي ، دهېواد په دغه سياسي بهيرکې  ددغو دوو  قشرونو مشارکت به  له  ګواښ سره مخامخ شي.
ده  دحکومت له مشرانو څخه وغوښتل چې له خپلو  ژمنو سره   دې سم عمل وکړي او له دې زيات دې  له دغو ځوانانو څخه دوسيلې په توګه استفاده ونه کړي.
په فيفا کې مسوولين وايي چې دانتخاباتو په بهيرکې د ښځواو ځوانانو دګډون دڅرنګوالي په موخه يې يو لړ وړانديزونه برابر کړي دي چې په دې غونډه کې   له  خبرو  وروسته هغه دولت ته پيشنهاد کړي.
دښځواو ځوانانو دمانا لرونکي  ګډون داساسي اصولو اعلاميه  چې  دوه فصلونه اوشل  اصول لري  دروان کال  دوږي دمياشتې په لسمه نيټه دچهارشنبې په ورځ  په رسمي  ډول په يوه غونډه کې دحکومت استازو ته شريکه شوه  چې په دې غونډه کې   دښځو دچارو وزارت  دپاليسۍ اومسلکي معينې سپوږمۍ وردګ  ،  داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت د ځوانانو دچارو  معين  ډاکتر کمال سادات ، دجمهوري رياست استازې ملالۍ شينوارې  ، د اجرائيه رياست استازو حشمت الله رادفر  او سجيې  بهګام  اود  لومړۍ ميرمنې ددفتر  استازې  زهره يوسف په وارسره  دښځو او ځوانانوپه وړاندې   خپلې  ژمنې څرګندې کړې .
په دې وروستيو وختو کې دانتخاباتودقانون دتطبيق او څيړنې  کميټې  په پارلماني انتخاباتوکې دانتخاباتي حوزو د واحدې څوکۍ دمسودې طرحه  برابره    او  دتصويب لپاره يې  جمهوري رياست ته وړاندې کړې ده .
دواحدې څوکۍ د انتخاباتو دسيستم له مخې  دافغانستان هر ولايت  دوګړو دشمير له مخې  په انتخاباتي  حوزو ويشل کيږي او دهرې حوزې  اوسيدونکي به دهماغې  حوزې نوماند ته رايه ورکړي.
په ولايتي شورا ګانو او دولسواليو په شوراګانو کې دښځو  په سلو کې دپنځه ويشتو ونډې زياتوالى  هندو او سک هېوادوالو ته داستازو په  مجلس کې ديوې   څوکۍ ورکول او دانتخاباتي سر غړونو  جرمونو ته دمجازاتو زياتوالى ددغې طرحې  برخې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته