امنیت

په فارياب کې دوسله والو طالبانو په سنګرونو مرګاني هوايي او ځمکني بريدونه

-کابل باختر دلړم اووه ويشتمه :
لس تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې ديولړ هوايي بريدونو له امله ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دقيصار او المار دولسواليو او دميمنې ښار په ګډون دفارياب ولايت په ځينو سيموکې بريدونه شوي دي ،.
دکوماندو دځواکونو وياند احمد جاويد سليم دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو ځانګړو هوايي بريدونوکې لس تنه ډار اچوونکي ووژل شول
ده وويل:دغه طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت و چې بريدونه پرې وشول .
ويل کيږي چې په دغو بريدونو کې کليوالي اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دفارياب ولايت په المار ولسوالۍ کې ديوې چاودنې مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورينو نن سهار يو ماين چې ويل کيږي دوسله والو طالبانو له خوا ددغه ولسوالۍ په لاره کې ښخ کړى شوى و کشف او شنډ کړ .
  ددغې ناکامې ماين ښخونې په اړوند څوک نه دي نيول شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته