روغتیا

په هرات کې دماشومانو دګوزڼ دناروغى په له منځه وړلوټينګار .

کابل باختر د وري  څوارلسمه :
دګوزن  دواکسين دخبرورکولو  کمپاين دتطبيق  مياشتنۍ  غونډه پرون په هرات ولايت کې جوړه شوه .
دغه غونډه دبيړنيو  حالاتو دعملياتي مرکز له خوا دلويديځ  دحوزې دپوليو دله منځه  وړلو او دهمغږى   دغونډې او دهرات ولايت په نويو ولسواليو کې د ګوزڼ دملاتړيزې کمپاين دتطبيق په خاطر دچمتوالى  دنيولو درپوټونو دوړاندې کولو لپاره جوړه شوه چې پکې دهرات ولايت دټولنيزو چارو مرستيالې مونسې حسن  زاده په دغه ولايت کې دګوزڼ دواکسين  د خبرورکولو کوښښونه  دستاينې وړ وباله  او له دغه روغتيايي  کاروان سره خپل ملاتړ اعلام کړ .
  دهرات ولايت دعامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر محمد اصف کبير دهرات ، فراه او بادغيس په ولايتونو کې دګوزڼ  د واکسين  دتطبيق  بهير يې بريالى وباله او دزيرکوه ، کوي زور ، پشت کوه ، زاول ، او په شينډنډ  په ولسواليو کې ددغه واکسين دتطبيق لپاره  دبشپړ چمتوالى خبرورکړ .
کبير په افغانستان کې دګوزڼ دناروغيو دثبتولو د پيښو شمير اووه مورده وباله  او زياته يې کړه په هرات ولايت کې له ٢ ٠١٥ کال څخه راپديخوا دګوزڼ  هيڅ رازپيښې ثبتې شوې نه دي خو دغه ولايت ته دمهاجرينو دتګ راتګ بهير دګوزڼ دناروغيو دخپريدو لپاره يو جدي خطر شميرل کيږي .
  دواکسين په دې غونډه کې دحج او اوقافو  درياست استازى هم دزيرکوه ، پشت کوه ، کوه زور ، زاول او شينډڼډ  په ولسواليو کې دروان کال دوري په شلمه نيټه کې دګوزڼ  دخبرورکولو  دکمپاين دوروستي پړاو دپيلولو لپاره  خپل ملاتړ اوهمکارى اعلام اوژمنه يې وکړه چې  دجوماتونو له لارې  خلکو ته دخبرورکولو لپاره لازمې اسانتياوې برابرې  کړي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته