ټولنه

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت خبرتيا

– کابل باختردلړم دمياشتې ١ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت خبرتيا
په پل باغ عمومي کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو په معينيت پوري  اړوند  دمولانا جلال الدين محمد بلخي  کتابتون دلسو زرو ټوکو ديني ، علمي ، سياسي ، ټولنيزو، اقتصادي  ، ژورناليزم دعلومو، ادبياتو ، مديريت ، ارتباطاتو،  انجينري ، کرنې او فرهنګ په لرلوسره هره ورځ دسهار له نهو بجو څخه له غرمې وروسته تردريو بجو پوري دټولو زده کوونکو ، ښوونکو، محصلانو اودنورو ځوانانو پرمخ  پرانستي دي.
مينه وال کولاي شي دمطالعې  دفرهنګ  دبډاينې په خاطر له دغه کتابتون څخه استفاده وکړي.
دغه راز هغه ځوانان چې دکتاب دترلاسه کولو هيله ولري له تعليمي اوتحصيلي مرکز څخه دمعتبر سنداويا دخپل کارت په وړاندې کولو سره دي ددغه کتابتون  دغړيتوب کار ت ترلاسه کړي اوله علمي اثارو څخه يې ګټه واخلي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته