امنیت

دطالبانو څلور تنه قوماندانان دافغان پوځيانو په عمليات کې ووژل شول .

کابل باختر د لړم  نولسمه :
دهلمند ولايت دګرمسير ولسوالۍ  په مربوطاتو کې دافغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کې دوسله والو طالبانو دډلې  څلور تنه قوماندانان ووژل شول او ددغې ډلې اووه تنه غړي ټپيان شول .
دهلمند دوالي وياند عمر ځواک دباختراژانس خبريال ته وويل دغه عمليات تيره شپه دافغان ګډو ځواکونو له خوا دهلمند ولايت دګرمسير ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې دطالبانو څلور تنه قوماندانان ووژل شول او اووه تنه نور طالبان ټپيان شول
  يوه اړونده خبرځاى وويل دطالبانو هغه قوماندانان چې په دغو عملياتو کې وژل شوي دي ملا مجاهد ، ملا اغا ، مولوى مصطفي  او مولوي هدايت نوميدل او دطالبانو مشهور قوماندانان وو .
خبرځاى زياته کړه چې ددغو عملياتوپه بهير کې  له شپاړلسو ډول ډول ماينونوسره دطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم په عملياتو کې د شاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته