۱۰۰ ورځې

تبصره

کابل باختر دکب څوارلسمه :
د ولايتي شوراګانو نوماندانو پرون په داسې حال کې خپلې انتخاباتي مبارزې پيل کړې چې خلک غواړي د هغوى غوښتنو اوهيلو ته په مشخص حدکې ځواب ووايي.
د باختر آژانس مبصر ليکي:  پرون دکب د مياشتې ديارلسمه نيټه د انتخاباتو د خپلواک کميسيون له خوا له وړاندې شوي پروګرام سره سم د ولايتي شوراګانو د نوماندانو د انتخاباتي مبارزو د پيل ورځ وه او دوى به يوه مياشت فرصت ولري چې خپل پروګرامونه او پلانونه خلکو ته وړاندې کړي چې د خلکو نظر يې ځان ته متوجه کړي او د انتخاباتو د ترسره کولو په ورځ د هغوى راى ترلاسه کړي.
د ولايتي شوراګانو د نوماندانو انتخاباتي مبارزې ټيک په داسې وخت کې پيليږي چې د جمهوري رياست د نوماندانو انتخاباتي مبارزې خپلې دويمې مياشتې ته ورسيدې او د يوې مياشتې انتخاباتي مبارزو په بهيرکې دغو نوماندانو د ولايتي شورګانو د نوماندانو لپاره زياتې تجربې زده کړې.
خلک د ولايتي شوراګانوله نوماندانوڅخه  د جمهوري رياست د نوماندانو په شان د دې هيله لري چې دوى داسې پروګرامونه وړاندې کړي چې عملي اړخ ولري. د اشعار په شان نه وي او د دغو مبارزو انګيزه د راى اخستل نه وي.
خلک هيله لري چې په لومړى ګام کې د ولايتي شوراګانو نوماندان د خپل مسووليت دايره وپيژني او له هغې سره سم خپل کاري پروګرام طرحه کړي.
دغه راز خلک په دې باور دي چې انتخاباتي مبارزه د پيسو لګولو په مفهوم نه ده ځکه هغه کسان چې په انتخاباتوکې د برياليتوب لپاره په انتخاباتي مبارزوکې پيسې لګوي؛ له برياليتوب وروسته زياتې هيله لري او نه شي کولاى خلکو ته کار وکړي او رښتيني  واوسي. په حقيقت کې د خپلې راتلوونکي لپاره پانګونه  کوي .
دغه راز له يو زيات شمېر خلکو سره چې خبرې وشوې؛ هغوى د ولايتي شوراګانو له نوماندانوڅخه غواړي چې د خپلو انتخاباتي مبارزو په بهيرکې د انتخاباتو فرهنګ او په ښارکې د استوګنې فرهنګ رعايت کړي او په نامناسبو سيموکې د عکسونو او بلبورډونو له ځړولو څخه چې کيداى شي د ښارونو ناوړې بڼې لاپسې خرابې کړي، ډډه وکړي اوپه دې برخه کې دې په ښارونوکې له ښارواليو سره همکاري وکړي .
دغه راز د ولايتي شوراګانونوماندانو ته لازمه ده چې د انتخاباتي مبارزوپه وخت کې دې د زغم اصل او د حوصلې فرهنګ رعايت کړي او د شخصيتونو له ترور او تخريبولو اوله منفي سياليو څخه دې ډډه وکړي او په هغو مسئلو له لاس پورې کولو څخه چې کيداى شي د خلکو دلرې والى او د قومي، مذهبي او ژبني تقابل سبب  شي؛ ډډه وکړي.
برخلاف د خلکو د نږديوالي او د کدورتونو د لرې کولو لپاره دې په کار لاس  پورې کړي او د انتخاباتي مبارزو موده دې د سالمو سياليو لپاره يوښه فرصت  وبولي او له هغه څخه دې د ډله ئيزخير او فلاح لپاره استفاده وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته