انقره ايرنا باختر دزمري د مياشتې ٢٨ :
د ترکيې حکومت د جلا جلا حکمونو په ترڅ کې د پوليسو څه د پاسه دوه زره تنه افسران، په سلګونو تنه پوځيان او د دغه هېواد دمخابراتي شرکت يو زيات شمېر کارکوونکي له کارڅخه ګوښه کړي دي.
د رويټرز دخبري آژانس دخبرله مخې:
په دغو نويوګوښه کولوکې د پوليسو٢٣٦٠ تنه افسران څه دپاسه١٠٠ تنه پوځي پرسونل او د (بي تي کې) د مخابراتي شرکت ١٩٦ تنه کارکوونکي شامل دي چې د چنګاښ د مياشتې په ناکامې کودتا کې د لاس لرلو او له فتح الله ګولن سره د اړيکو تورپرې لګول شوى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ