سیاست

د ډاډګيرنې پېغام

کابل_باختر د کب د مياشتې٢٨مه
په هېواد کې د وروستيو تروریستي پېښو د غندنې په اړه د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجنيرمحمد خان د خواشينۍ پېغام
په خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د هېواد دښمنانو یو ځل بیا د خوست، ننګرهار او کندز په ولایتونوکې ترهګریز بریدونه ترسره کړل چې په ترڅ کې يې زموږ یو شمیر هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.
ترهګر او د دوی سیمه يیز ملاتړي هڅه کوي چې په مقدسو ځایونو، ټولګټو پروژو او له خلکو څخه په ډکو ځایونو حملې تر سره کړي. ترهګرې ډلې په دا ډول حملو سره د خپل قدرت او ځواک ښوونه کوي او له دې لارې غواړي چې د خلکو په اذهانوکې ځانونه د یو قدرت په توګه ثابت کړي.
خو دوی تل انساني، اسلامي او افغاني ارزښتونه تر پښو لاندې کوي او د خپلو شومو موخو لپاره خلک د ډال په توګه کاروي چې هر کال د ګڼ شمېر ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.
په دغو پېښوکې د قربانیانو کورنیو ته د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوم، شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د بېړنۍ شفا او زیانمن شویو ته د عظیم اجر هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته