سیاست

دملګروملتو دسازمان دسرمنشي ځانګړي استازي له محمد کريم خليلي سره وکتل .

کابل باختر د ثور ديرشمه :
دافغانستان په چارو کې دملګروملتو دسازمان دسرمنشي ځانګړي استازي نن له غرمې وروسته دجمهور رييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل او خبرې يې ورسره وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې دافغانستان په چارو کې  دملګروملتو دسازمان ځانګړي استازي يانکوبيش  له هغو کورنيو  سره دخپلې ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ مراتب څرګند کړل چې په بدخشان کې د ځمکې ښوئيدنې او دهيواد په يوشمير ولايتونو کې دسيلاونو دراوتلو له امله يې خپل عزيزان له لاسه ورکړي دي .
   ده دطبيعي پيښو له امله له زيانمنو شويو کورنيو او کسانو سره دملګروملتو دسازمان د موسسو دمرستو او  تياري په بيانولو سره دطبيعي پيښو له امله له زيانمنو شويوکسانوسره دمرستې ددوام لپاره دملګروملتو دسازمان دموسسو او دنړيوالې ټولنې په ژمنې باندې ټينګار وکړ .
ښاغلي يانکوبيش دغه راز په افغانستان کې په برياليتوب سره د جمهوري رياست دلومړي پړاو انتخاباتو دترسره کيدو له امله مبارکي وويله او په انتخاباتو کې دخلکو پراخ ګډون يې له دموکراسي سره دافغانستان دخلکو دعلاقمندي نښه نښانه وبلله .
  ده دانتخاباتو ددويم پړاو په برياليتوب او کاميابي کې دشفافو  انتخاباتو دترسره کولو او دسالمې سيالۍ په باب خلکو ته د جمهوري رياست دمخکښو نوماندانو انتخاباتي کميسيونونو او دامنيتي بنسټونو  او ارګانونو څرګند پيغام مهم وباله .
په دې کتنه کې دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي دوروستيو طبيعي پيښو له امله له زيانمنو شويوکسانو سره د مرستې په کار کې دملګروملتو دسازمان دموسسو دمرستو او همکاريو له امله مننه او قدرداني وکړه .
  ده څرګنده کړه چې دهيواد  په څه دپاسه شلو ولايتونو کې له بيا بيا طبيعي پيښو سره سره مصيبت ځپلو  کسانو ته دخوراکي توکو او دلګښتي مالونو درسولو  له پلوه  کومه ستونزه نشته .
دجمهور رييس مرستيال په برياليتوب سره دجمهوري رياست دلومړي پړاو  دانتخاباتو ترسره کيدل او په هغو کې د خلکو پراخ ګډون دافغانستان دخلکو دښمنانو ته څرګند پيغام وباله چې افغانستان به هيڅکله  تورتم تيروخت ته ستون نه شي .
ده دغه راز زياته کړه  چې دنړيوالې ټولنې  دوستانو ته دافغانستان دخلکو پيغام هم په دغه هيواد کې ددموکراسي  او دنويو ارزښتونو دتينګښت په لاره کې دافغانستان دخلکو علاقمندي او ظرفيت و .
دجمهور رييس مرستيال څرګنده کړه  دافغانستان دخلکو هوډ دادى  چې دانتخاباتو دويم پړاو له لومړي پړاو څخه په لازيات شفاف سالم او هراړخيز ډول ترسره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته