امنیت

ددښمن له زيرمې څخه څه دپاسه پنځه زره کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شول

کابل باختر  دچنګاښ دريمه

  نا ټو وايي  په هلمند ولايت کې دوسله والو طالبانو دنشه يي توکو يوه ستره زيرمه يې ترلاسه کړې ده .

 دغه زيرمه دهلمند ولايت دباغران  ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دګډو عملياتو په بهير کې  ترلاسه شوې ده

 ناټو باختر اژنس ته ديوې خبرپاڼې  په ليږلو سره وويل چې په دې زيرمه کې پنځه زره نهه سوه شپيته  کيلوګرامه اپين ، چرس ، هيروئين او امونيم نايتريت ترلاسه شوي دي .

 ددغې  خبرپاڼې دمعلوماتو له مخې، افغان او ناټو عسکرو ترلاسه شوي نشه يي توکي په سيمه کې له منځه  وړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته