امنیت

درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٠
درې تنه وسله وال طالبان نن په ارزګان ولايت کې له پوليسو سره په جګړه کې ووژل شول.
د ارزګان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر اسلم خان کوچي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه په ترينکوټ ښار پورې اړوند د دره تنګي د چرمستان په سيمه کې ونښته چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول چې مړي يې دجګړې په ډګرکې پاتې دي .
خبرځاى وويل: د طالبانو پنځه موټر سايکلونه او يو کلاشينکوف هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته