کابل باختر دتلي دولسمه :
د داعشيانو د ډلې ٢٦ تنه غړي د هېواد په ختيځ کې دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تېره شپه دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې په نويو بريدونوکې له تېرې شپې څخه تر نن سهاره پورې ٢٦ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت دخوږياڼو ، کوټ او دهسکې مېنې د ولسواليو په مربوطاتو کې د دوى په سنګرونو کې بريدونه شوي دي.
د رارسيدلو خبرونوله مخې په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څومرکزونه او پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهار کې ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورانو نن سهار د ننګرهار ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه پنځه ماينونه کشف او شنډ کړل .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې دجنګي وسايلو د دوو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
په دغو ډيپوګانو کې چې تېره شپه دخوږياڼو او نازيانو په ولسواليو کې د ډار اچوونکو پټنځيو ته څېرمه کشف شوې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي . .
ختم_عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل