ټولنه

دفکري مالکيتونو دحقوقو د روزنې ورکشاپ پاى ته ورسيده .

کابل باختر دغبرګولي  اته ويشتمه :
  دشلو تنو عدلي او قضايي  کارکوونکو ته  دفکري ماليکتونو دحقوقو دروزنې دورکشاپ  تصديق ليکونه نن وويشل شول .
  دغو کارکوونکو ددريو ورځو لپاره په دې ورکشاپ کې دفکري مالکيتونو په برخه کې زده کړې  کړي دي.
دباختراژانس دخبر له مخې، په هغې غونډه کې چې له همدې امله داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې جوړه شوې وه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين سيد مصدق خليلي دفکري مالکيتونو  اودهغه معياري قانون داړتيا په باب چې وکولي شي دفکري مالکيتونو دحقوقو  دفاع وکړي خبرې وکړې.
سيد مصدق خليلي زياته کړه: په افغانستان کې دفرهنګي برخې  فعالين له زياتو ستونزوسره مخامخ دي ځينې استفاده غوښتوونکي کسان په تقلب سره دهنرمندانو اثار په خپل نامه خپروي  چې دادقانون پرخلاف  عمل دى اوبايد دکاپي رايت  په قانون کې لازم تعديلونه رامنځته شي چې دغيرقانوني عمل مخه ونيول شي .
دغه ورکشاپ چې دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي ادارې په مالي مرسته او داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همکارۍ درې ورځې مخکې پيل  شوي و نن پاى ته ورسيد .
په پاى کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دفرهنګي  معين له خوا دورکشاپ په برخه والو تصديق ليکونه وويشل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته