نړۍ

فرانسې د داعش پرخلاف د جګړې اعلام وکړ

پاريس دويچه ويله – باختر د لړم دمياشتې ٢٥
په پاريس کې له مرګانيو تروريستي بريدونو وروسته پلټوونکو د لومړيو نيونو خبر ورکړى دى.
پلټنې تر بروکسل پورې رسيدلي دي. د فرانسې حکومت غواړي د داعش د تروريستو مليشو پرخلاف خپلو بريدونو ته دوام ورکړي.
پنتاګون د اف -١٥ جنګي الوتکو يا د بې پيلوټه الوتکو په واسطه د داعش د تروريستي ډلې پرخلاف له برياليو هوايي بريدونو وروسته اعلام وکړ چې (ابو نبيل) او (جان جهادي) ووژل شول.
د فرانسې حکومت هم په پاريس کې له تروريستي بريدونو وروسته ګواښ وکړ چې د داعش بنسټپالې ډلې په ټول قوت سره تر تعقيب لاندې نيول کيږي او له منځه وړل کيږي.
د فرانسې جمهور رييس فرانسوا اولاند او د دغه هيواد صدراعظم مانويل والس د داعش د تروريستو مليشو پرخلاف د جګړې اعلام وکړ.
په بې رحمانه تروريستي وژنه کې تر اوسه پورې ١٢٩ تنه وژل شوي او څه ناڅه ٣٥٠ تنه نور ټپيان شوي دي .
په لومړي ګام کې د تروريستانو اغيزې تر بلجيم پورې مشخصې شوې دي. ښايي تروريستانو غوښتل د وينې د يوه ستر حمام سبب شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته