امنیت

په هلمند کې د ځانمرګي یو روزنیز مرکز له منځه يوړل شو.

لښکر ګاه باختر د تلې ۸ مه
د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې افغان ځواکونو عملیات ترسره کړي چې،پر مهال یې د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې سربېره د ځانمرګو یو روزنیز مرکز هم له منځه وړل شوی.
د ملي دفاع له وزارت  څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې،په ترسره شویو عملیاتو  کې ۲۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۲ تنه نور شکمن کسان نیول شوي دي.
ویل کېږي دغه عملیات چې تېره ورځ ترسره شوې په کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته