سیاست

دافغانستان دعالمانو سراسري شورا: ترامپ غيرمسوولانه اقدام کړى دى

کابل باختردليندۍ دمياشتې ١٦نيټه :
دافغانستان دعالمانوسراسري شورا دامريکا له جمهوررئيس څخه غوښتي  چې داسرائيلو دصهيونستي رژيم  دپايتخت په توګه دبيت المقدس د په رسميت پيژندلو په باب خپل تصميم بيرته واخلي.
دباخترآژانس مفسر ليکي  :  
دامريکا  جمهوررئيس پرون  بيت المقدس دقدس  ديرغل ګر رژيم دپايتخت په  توګه په رسميت  وپيژاند او  ژمنه يې وکړه چې دامريکا سفارت به له تل البيب څخه دبيت المقدس ښارته وليږدول شي .
ترامپ په خپل دغه تصميم سره  په هغې مصوبې  دتائيد مهر ولګاوه چې په 
١٩٩٥ ميلادي کال کې  دامريکا دکانګرس له خوا داسرائيلو ديرغلګر رژيم  
دپايتخت په توګه دبيت المقدس  دپه رسميت پيژندلو په باب صادره شوه. خو له  هغه وخت څخه  دترامپ  تر واکمن کيدو پورې   دامريکا هيڅ يوه  جمهور رئيس هغه عملي  نه کړه .
دجمهوررئيس ترامپ دغه اقدام  تند نړيوال غبرګونونه له ځان سره  لرل  آن دبريټانيا  دصدراعظمې په ګډون  د ده  نږدې تړونوالو هم   ورسره مخالفت          کړى دى.
سره له دې چې ترامپ  داسرائيلو درژيم دپايتخت په توګه دبيت المقدس په رسميت پيژندلو سره داسرائيلو په ګټه په يوه اړخ ډډه ولګوله  دى ټينګار کوي  چې دفلسطينيانو او اسرائيلو  ترمنځ دسولې بهيرتعقيبوي اوپه ډير لنډ ممکن وخت کې به دده مرستيال سيمې ته روان شي .
خو دفلسطينيانو دکورواکې ادارې رئيس  محمودعباس وايي  چې امريکا نور   دسولې منځګړې نه ده  .
دترامپ ددغه تصميم په وړاندې  دنړيوالو خبرګونونو ترمنځ   دافغانستان دعالمانو سراسري شورا هم په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې دترامپ  دغه اقدام ظالمانه او غيرمسوولانه دى اوپه نړۍ کې يې دڅه دپاسه يو نيم ميليارد تنو مسلمانانو زړونه  په ژوره توګه ټپي کړي دي .
دافغانستان دعالمانو سراسري شورا خبردارى ورکوي   که چېرې  ترامپ له خپل
دغه غيرمسوولانه  اقدام څخه تير نه شي  پايلې به يې   خطرناکې وي او دستونزو او دناوړو پيښو دزياتوالي سبب به شي .
دسياسي کارپوهانوپه باور  ترامپ په خپل دغه تصميم سره   دنړۍ دهېوادونو  په تيره بيا  داسلامي هېوادونو ترمنځ دامريکا حيثيت  له صفر سره ضرب کړى دى  او  له امريکا  څخه دزياترو هېوادونو باور او اعتماد اخيستل شوى دى.
دغه رازدغه حرکت به په نړۍ کې دامريکا اودهغې دسيالانو ترمنځ  تاوتريخوالى  لا پسې تند کړي. ځکه دامريکا سيال هېوادونه به  له رامنځته شوي  حالت څخه زياته استفاده وکړي.
دغه کارپوهان وايي چې ددغې مسئلې ترڅنګ  داسلامي او غير اسلامي ټولنو ترمنځ افراطي   کړۍ به هلې ځلې وکړي چې دغه مسئله په  جدي توګه طرحه کړي او دمظاهرو او غبرګونونو زمينه برابره کړي  چې په ځينو حالاتو کې به  کنترول يې سخت  کار وي.
دغه راز  دفلسطينيانو او اسرائيلو دسولې دخبرو بهير ته زيان رسوي او دهغو اسلامي هېوادونو ترمنځ به   داسرائيلو په  نسبت بد بينۍ رامنځته شي چې اسرائيل  په رسميت پيژني.
نوښه به وي  چې ترامپ له دغه  غير مسوولانه  اقدام څخه چې کيداى شي  ناوړې
پايلې  ولري ، تير شي اوله دې زيات دې  دنړۍ دمسلمانانو  له ولولو سره  لوبې
ونه کړي  او  ومني  چې بيت المقدس  دمسلمانانو لومړۍ قبله او  دفلسطينيانو دخاورې  نه جلاکيدونکې برخه ده  چې اوس ديرغلګر رژيم  په لاس کې دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته