اقتصاد

افغانانو ته د ويزې په ويشلو کې د آسانتياوو په رامنځته کولو کې د پاکستان ټينګار

کابل باختردسلواغې دمياشتې ١نيټه :
پاکستان له افغانستان سره د تجارتي اړيکو د پراختيا او د هېواد خلکو ته د ويزې په ويشلو کې د اسانتياوو په برابرولو ټينګار وکړ .
په کابل کې د پاکستان د سفارت جنرال قونسل وايي چې دوى له افغان مقاماتو سره يوځاى د تجارتي اړيکو د پراختيا په لاره کې د موجودو ستونزو دلرې کولو او کابل او اسلام اباد ته د دواړو هېوادونو د خلکو د تګ راتګ د ستونزو دلرې کولو د لاروچارو په باب کار کوي.
په کابل کې د پاکستان سفارت جنرال قونسل دوست محمد وزيري دغه څرګندونې  قندهار ولايت ته په خپل سفر کې وکړې.
د قندهار ولايت سرپرست عبدالحنان منيب په دې کتنه کې د پاکستان له جنرال قونسل څخه وغوښتل چې خلکو ته د ويزې په ويشلو کې آسانتياوې رامنځته کړي.
ده دغه راز له پاکستان سره د تجارتي اړيکو د پراختيا او په پاکستان کې افغان محصلانو ته د تحصيلي بورسونو په زياتوالي ټينګار وکړ.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته