امنیت

دوه تنه غير مسوول وسله وال په تخارکې ووژل شول

تالقان باختر دتلې دمياشتې  دويمه  نيټه  :
دوه تنه غيرمسوول وسله وال کسان پرون په تخار ولايت کې ووژل شول.
د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير د باختر آژانس خبريال ته وويل: وژل شوي کسان په بنګي ولسوالۍ کې دغيرمسوولوقوماندانانو افراد وو.
ده وويل: د دغو دوو تنو غيرمسوولو وسله والو قوماندانانو ترمنځ جګړه له خلکو څخه د با ج اخيستنې د ويشلو پر سر رامنحته شوه چې په نتيجه کې يې د دوى دوه تنه افراد ووژل شول.
د ده د څرګندونوله مخې: په دې جګړه کې له دواړو لوروڅخه پنځه تنه ټپيان شوي دي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته