اقتصاد

قندهار ته دپاکستان ددولتي هوايي شرکت الوتنې وځنډول شوې .

کابل _ باختر د وري څليرويشتمه :
قندهار ولايت ته دپاکستان ددولتي هوايي شرکت دالوتکو الوتنې  وځنډول شوې .
په قندهار ولايت کې سيمه ئيز مسوولين وايي چې له څو اوونيو راپديخوا  دپاکستان نړيوال شرکت ( پي آى اى )  له کويټې څخه قندهار ته الوتنې نه دي کړي .
  دقندهار  دهوايي ډګر رييس احمد الله باختراژانس ته  وويل چې دپي آى اى هوايي شرکت قندهار ته خپلې  الوتنې په رسمي  ډول لغو کړي دي او دالوتنو دځنډولو دليل يې اقتصادي ستونزې وبللې .
دپاکستان نړيوال هوايي شرکت نږدې پنځه مياشتې مخکې خپله لومړني الوتنه دپاکستان له کويټې  ښار څخه دقندهار ولايت ته پيل کړه خو دقندهار  زياتره اوسيدونکي ددغه شرکت دالوتنو دټکټ دبيې دزياتوالي په دليل کويټې ته دسفرلپاره ځمکنۍ لاره غوره بولي .
له کويټې څخه قندهار ته دالوتنې دتکټ بيه ديو سلو  څلويښتو ډالرو معادل شپږ زره نهه سوه افغانۍ وې په داسې حال کې چې دځمکې له لارې سفر دهر مسافر لپاره نږدې دوه زره افغانۍ لګښت غواړي .
دقندهار د والى ويندوى جاويد فصل هم وايي چې قندهار ته داړوندو الوتکو دالوتنو د بندولو په خاطر يې ددغه هوايي شرکت له خوا کوم رسمي خبر نه دى ترلاسه کړى خو ښايي دسپرليو نشتوالى دپي ،آى ، اې د هوا يي شر کت د الو تنو دځنډ دليل وي .
فيصل وويل چې په دې باب به دپا کستان ددولت له مقا ما تو  سره خبرې و کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته