سیاست

جمهوررئیس غني د ملي امنیت سلاکار، لوی درستیز، سترامنیتي معین او د ملي امنیت مرستیال د مډالونو په ورکړه وستایل

کابل باختر د لړم  نولسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د هېواد د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر  ته د هغه د غوره خدمتونو د قدرداني  له امله د غازي وزیر محمداکبر خان عالي دولتي مډال ورکړ. همدارنګه  یې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قدم‌شاه شهیم، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین عبدالرحمن رحمان او د ملي امنیت عمومي ریاست ولایتي مرستیال عبدالمتین بیک ته د د دوی د ښو خدمتونو د تقدیرولو په خاطر د زړورتیا عالي دولتي مډالونه ورکړل.
دجمهور رييس دوياند دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ.
په دغو مراسمو کې چې نن سهار ارګ کې ترسره شول، جمهوررئیس د وسله‌والو ځواکونو ترمنځ د لا همغږۍ او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز په پياوړتیا کې د سیمه‌ییزو او بین‌المللي همکاریو د جلب، تروریزم سره مبارزه او د سولې او ثبات په ټینګښټ کې د هېواد د ملي امنیت سلاکار صادقانه هڅې او خدمتونه وستایل.
جمهوررئیس د ملي پیوستون پروګرام د پياوړتیا، د معارف او امنیتي سکتور په برخو کې د ملي امنیت سلاکار د پخوانیو کارونو او خدمتونو قدرداني وکړه. هغه وویل، د هېواد د ملي امنیت په مشاوریت کې ښاغلی اتمر په پوره صداقت کار کوي، د ملي امنیت بېلابېلو اړخونو، بین المللي او سیمه ییزو مناسباتو کې یې څرګند او افغانستان شموله لیدلوری په پام کې نیولی دی.
د هېواد د ملي امنیت سلاکار د مډال د ورکړې له امله جمهوررئیس څخه د مننې تر څنګ وویل"دا یوازې زما لپاره نه، بلکې زما ټولو همکارانو او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ویاړ دی، تاسې موږ ته ویاړ راکړ او په دې ویاړ زموږ مسوولیتونه لا درنېږي، تاسې ته ډاډ درکوم چې په هېواد کې به د خلکو د سوکالۍ او د سولې او ثبات په ټینګښت کې له هیڅ راز هڅو ډډه ونه کړم. "   
جمهوررئیس د ملي دفاع وزارت لوى درستیز، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین او د ملي امنیت عمومي ریاست ولایتي مرستیال ته د زړورتیا عالي دولتي مډالونو د ورکړې پر مهال، تروریزم سره د مبارزې او  د امنیت او ثبات په ټینګښت کې د هغوی له صادقانه هڅو مننه او قدرداني وکړه.
جمهوررئیس غني وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونو ستونزمن او له قربانیو ډک کال تېر کړ. هغه زیاته کړه، مننه چې د خپلو دوامداره هلوځلو په پایله کې مو له ملي حاکمیت، استقلال او افغانانو ساتنه وکړه، خلک د دې خاورې د ریښتنو بچیانو د قرباینو پوروړي دي.
جمهوررئیس هغوی ته په خطاب کې وویل، تاسې د هېواد ریښتیني بچیان یاست او دا مو په ډاګه کړه چې په حقه لاره روان یاست، ځکه چې زموږ مبارزه د حق او باطل ترمنځ ده. تاسې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د افغانستان د دښمنانو د ناوړه پلانونو په له منځه وړلو کې له هیڅ راز هڅو ډډه نه‌ده کړې.
جمهوررئیس وویل، د افغانستان دښمنانو زموږ خلکو ته ډېر مالي زیانونه اړولي دي، خو امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د ثبات اود خلکو د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي. دغه مډالونه یوازې ستاسې لپاره نه دي، بلکې ټولو وسلواله‌والو ځواکونو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو ته دي.
جمهوررئیس د دښمن د کرغېړنو پلانونو په شنډولو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو زړورتیا یو ځل بیا وستایله، وې ویل، دا ځواکونه هره ورځ د خلکو د سوکالۍ او امنیت لپاره قرباني ورکوي او د افغانستان بیرغ لوړ ساتي.
په دغو مراسمو کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمدسرور دانش، د اجرائیه ریاست مرستیالانو انجنیز محمدخان او استاد محمدمحقق، د ملي دفاع، کورنیو چارو او مالیې وزیران د ملي امنیت دعمومي ریاست رئیس او مرستیالان او یو شمېر لوړپوړو ملکي او نظامي مسوولینو حضور درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته