اقتصاد

عاجل خبر

 اووه ويشت تنه کارګران د ډبرو سکرو په کان کې بند پاتې دي 

کابل باختر د وږي دري ويشتمه :

 دسمنګانو ولايت د ډبرو سکرو په يوه کان کې نن چاودنه وشوه او اووه ويشت تنه کارګران په کان کې بند پاتې شول .

 دغه پيښه د روى دوآب  ولسوالۍ د آب قورک د سيمې په يوه کان کې هغه وخت رامنځته شوه چې کارګران د ډبرو سکرو په را ايستلو بوخت و .

 د سيمې يو تن اوسيدونکى عزيز الله دباخترآژانس خبريال برات ته وويل چې ددغې چاودنې له امله د کان يوه برخه نړيدلۍ ده او د دې سبب شوې ده چې اووه ويشت تنه کارګران په کان کې بند پاتې شي .

 يوه اړونده خبرځاى وويل: د سيمې پنځلس تنه ځوانان چې دبند پاتې شويو کسانو د ژغورنې  نيت درلود؛ د يو ډول مسمومونکى ګاز د خپريدو له امله مسموم شول او دپيښې ساحې ته څيرمه يوه روغتيايي مرکز ته وليږدول شول .

 خبرځاى زياته کړه چې تراوسه پورې دسيمې دمسوولينو له خوا په دې کان کې دبند پاتې شويوکسانو د ژغورنې لپاره کوم ټيم ساحې ته نه ده رسيدلې، خو دسمنګانو ولايت د روى دوآب ولسوال قاري عبادالله مجاهد باخترآژانس ته وويل چې په لسګونو تنو پوځيانو په وسايلو سره د ډبرو سکرو دغه کان ته وردانګلي دي چې بند پاتې شوي کسان وژغوري .

 د روى دوآب د ولسوال دڅرګندونو له مخې:  ددغې چاودنې او دکان ديوې برخې دنړيدو له امله اووه ويشت تنه کارګران تر ځمکې لاندې بند پاتې دي .

تراوسه پورې ددغې پيښې له امله دسرداوښتو زيانونو شمير څرګند نه دى .

 دسيمه ئيزو چارواکو دڅرګندونو له مخې: د روى دوآب ولسوالۍ د بازار او د ډبرو سکرو دکان ترمنځ واټ خراب دى اوڅه ناڅه دوو ساعتونو ته اړتيا ده چې د ژغورنې ټيمونه دپيښې ځاى ته ورسيږي .

 دسمنګانو ولايت د ډبرو سکرو کانونه کله ناکله ددغه شان پيښو ډګر دى .

 دکانونوکارپوهان په غير فني ډول دکانونو راايستل او په ځينو مواردوکې په ناسمه توګه او په غير فني ډول له غره څخه د ډبرو سکرو دکوچني کولو لپاره له چاوديدونکو څخه استفاده د چاودنو او د ډبرو سکرو په کانونو کې دکارګرانو د بند پاتې کيدو اصلي انګيزه بولي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته