کابل باختردکب دمياشتې٢٤ نيټه :
دهېواد د هوايي ځواکونو د هغو هوايي بريدونوله امله چې دکونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې ترسره شول ٤ تنه داعشيان ووژل شول او يوتن بل ټپي شو.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي ؛ د ٢٠١ سيلاب قول اردو د دويمې لوا منسوبانو له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د ښيې حکومتوالۍ او ښه امنيت دتامينولو په مقصد دکونړ ولايت دخاص کونړ په ولسوالۍ کې د سيلاب _٢ نمبر(٤) په نامه ګډ چاڼيز عمليات په برياليتوب سره دوام لري.
دغه راز پرون بې پيلوټه الوتکې د کونړ ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ په ليچلا ساحه کې د داعشيانوپه پټنځايونو هوايي بريدونه وکړل چې له امله يې ٤ تنه داعشيان ووژل شول او يو تن بل ټپي شو.
ددغو عملياتو په بهيرکې پوځيانواو ملکي وګړوته دسرزيان نه دى اوښتى.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل