کابل باختر دزمري دمياشتې ٤ :
د هېواد د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ د ملي ټيم ورزشکاران په سنګاپورکې نړيوالو سياليو ته د لارې موندنې په لوبوکې له ګډون وروسته نن هېواد ته راستانه شول.
د باختر آژانس دخبرله مخې:
په سنګاپورکې د دغو سياليو په لړکې په شپږو لوبوکې خپلو ټولو سيالانو ته ماتې ورکړه او ٢٠١٨ کال د کرکټ په نړيوالو سياليوکې يې د ګډون جواز ترلاسه کړ.
د حامدکرزي په نړيوال هوايي ډګرکې يوشمېر دولتي مقاماتو، د کرکټ بورد مسوولينو او يوشمېرکابل ښاريانو د دغو ورشکارانو هرکلى وکړ.
0 د یوې دقیقې څخه لږ