سیاست

په کابل کې د روسيې سفير : دروسيې مقاماتو له څرګندونو څخه غير دقيق تعبير شوى دى .

کابل باختر  دمرغومي شپږمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين نن په کابل کې دروسيې فدراسيون له سفير الکساندر مانتيتسکي سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ .  دکتنې په پيل کې دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل  کرزي په کابل کې دروسيې فدراسيون له سفير څخه دهغه څه  په باب دطالبانو دډلې له علايقو سره دروسيې  دعلايقو دهمغږۍ  او له دغې ډلې سره دروسيې فدراسيون  داړيکې دمجاري په اړوند ددغه هېواد دبهرنيو چارو وزارت دمقاماتو دڅرګندونو په توګه په دې وروستيو وختو کې په رسنيو کې منعکس شوي دي ، دتوضيحاتو غوښتنه وکړه .
په ځواب کې په کابل کې دروسيې فدراسيون سفير څرګنده کړه چې په دې اړوند ددغه هېواد دبهرنيو چارووزارت دمقاماتو له وروستيو  څرګندونو  څخه غير دقيق تعبير اوڅرګندونې شوي دي .
ده زياته کړه چې په حقيقت کې هدف داو چې دطالبانو د ډلې له علايقو سره دروسيې علايق يواځې  له داعش سره  په جګړه کې اړخ لګوي  او له دغې ډلې سره داړيکې دمجاري له  لرلو څخه ددغه هېواد هدف يواځې دافغانستان له دولت سره دطالبانو دډلې دستونزې دسياسي حل دلارې له موندلو سره مرسته ده .
په کابل کې دروسيې فدراسيون سفير  ټينګار وکړ چې دغه هېواد تل دافغانستان ددولت ملاتړ کړى دى او ديوه خپلواک ، ملي واکمنۍ لرونکي ، باثباته اوله تروريزم او نشه يي توکو څخه دخلاص  افغانستان غوښتوونکى دى.
  ددغې کتنې په دوام ، دواړو لورو دافغانستان اوروسيې  په دوه اړخيزو اړيکو اوهمکاريو کې  دمهمو موضوعګانو په تيره بيا له تروريزم او نشه يي توکوسره دمبارزې او ددواړو هېوادونو دبهرنيو چارو وزارتونو ترمنځ دسياسي سلامشورو دغونډې په باب  چې ټاکل شوې ده په نږدې  راتلوونکې کې په مسکوکې جوړه شي خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته