امنیت

په جوزجان کې ديوولسو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر د تلې  پنځه ويشتمه :
دداعش او دطالبانو دډلې يوولس تنه غړي تيره شپه په جوزجان ولايت کې ووژل شول .
دغو ډار اچوونکو له يوبل سره  په نښته کې دجوزجان ولايت په قوش تيپې  ولسوالۍ کې ووژل شول .
  دجوزجان دوالي وياند محمد رضا غفوري  باختراژانس ته وويل چې دغه جګړې  ددغې ولسوالۍ  ددشت ليلي  دچارساى   او خطاساى  په کليو کې ونښتې چې له امله يې شپږ تنه طالبان اوپنځه تنه داعشيان ووژل شول او له دواړو لورو څخه پنځلس تنه نور ټپيان شول .
غفوري  زياته کړه چې  جګړه  د دواړو لورو ترمنځ پاى ته رسيدلې ده . خو دواړه لوري دنوي ځواکونو دپيداکولو لپاره چمتو کيږي .
  دسيمې اوسيدونکي وايي چې داعشيانو خلک  له دغو کليو څخه   شړلې دي او ددوى کورونو ته  اور اچولى دى .
  دغو اوسيدونکو له حکومت څخه ددوى دکليو دامنيت دتامينولو غوښتونکي شول .
دوى دهوا له سرښت  څخه انديښمن  دي او وايي چې دبې کوري او دهوا سړښت دهغوى دماشومان او  بوډاګانو  ژوند ګواښوي .
ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته