کابل باختر د تلي شپږ ويشتمه
په جوزجان ولايت کې نن ديو ښځينه بڼ دجوړلوو کار پيل شو .
دغه بڼ د ١٤ مليونو افغانيو په لګښت په شبرغان ښار کې د ٢٠ جريبه ځمکې په ساحه کې جوړيږي .
دجوزجان ولايت دښځو دچارو رييسې نجيبې قريشي باختر اژانس ته وويل په دې بڼ کې دښځو دلاسي صنايعو او دتجارتي مالونو د خرڅلاو لپاره اته دوکانونه او دحرفوي زده کړي مرکزونه په پام کې نيول شوي دي .
خبرځاى زياته کړه چې دغه پروژه دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي پلان په مالي مرسته او په شبرغان کې د هنګري دبيا جوړولو ولايتي ټيم په همکاري په يو کال کې جوړيږي .
4 د یوې دقیقې څخه لږ