ټولنه

د هېواد په ختیځ کې درې تنه د جعلي پېژند پاڼو له ۳۱۸ پاڼو سره ونیول شول

مهترلام باختر د جوزا د  میاشتې  ۹ مه
د لغمان ولایت د مهترلام ښار د څپرو په سیمه کې درې تنه د جعلي پېژند پاڼو له ۳۱۸ پاڼو سره لاس په لاس ونیول شول.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې دغو کسانو پلان درلود څو یادې جعلي پېژند پاڼې له دولت شاهي ولسوالۍ څخه مرکز مهترلام ته ولېږدوي خو د پولیسو له خوا د پلټنو پرمهال ونیول شول.
سرچینه زیاتوي چې نیول شوي کسان دا مهال تر ګرویګنو او پوښتنو لاندې دي .
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته