امنیت

په قندهار کې ددريو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر دسلواغې اوومه :
دقندهار ولايت  په مربوطاتو کې   دچاڼيزو عملياتو په بهير کې  درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او دوه تنه نور طالبان ټپيان شول .
  د٢٠٥ اتل قول اردو دقوماندانۍ  دعامه چارو آمر ډګرمن  محمد محسن سلطاني  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دغه عمليات دملي اردو دځواکونو له خوا  دقندهار ولايت  دخاکريز او ميوند دولسواليو په مربوطاتو کې  ترسره شول  چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغو عملياتو په بهير کې  دطالبانو  يوه اندازه جنګي وسايل هم  دملي اردو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .
  په دغو عملياتو کې  دملي اردو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى  .
دغه عمليات  په بشپړه توګه  دوسله والو طالبانو له شتون څخه دخاکريز او ميوند دولسواليو دبيلابيلو سيمو ترپاکولو پورې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته