ټولنه

په فارياب ولايت کې يوې ځوانې نجلۍ دخپل پلار او ورور دشهادت دخبرپه اوريدو سره ځان وواژه .

کابل باختر د وږي  څوارلسمه :
دفارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې  دسيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان له زوى سره يې شهيد کړى شو او دده ځوانې لور ددوى دشهادت دخبرپه اوريدو سره ځان وواژه .
دفارياب ولايت دقيصار ولسوال رحمت الله  قيصاري  باختر اژانس ته وويل چې دسيمه ئيزو پوليسو قوماندان عبدالرشيد چې په دغې ولسوالۍ کې دچهل ګزي  بازار دامنيت دتامينولو  مسووليت يې پرغاړه درلود پرون  له زوى سره يې دطالبانو له خواشهيد کړى شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل ددغه سيمه ئيز قوماندان شل کلنه لور دطالبانو له خوا ددې دپلار او ورور دشهادت دخبرپه اوريدو سره خپل ځان هم دتومانچې په ډزو سره وواژه .
دقيصار ولسوالۍ دوګړنۍ شورا رييس احمد فرهاد قيصاري  وايي قوماندان عبدالرشيد له خپل دوه ويشت کلن زوى سره خپل کور ته څيرمه ددوو تنو موټرسايکل سپروطالبانو له خوا شهيد کړى شو .
  ختم- عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته