ښوونه او روزنه

په پکتيکا کې يوه بيسواد پلار دخپلو لوڼو دښوونې او روزنې پېټى په اوږواخلي

کابل / دليندې ١٣مه / باختر :
هغه پلار چې په خپله دليک لوست له نعمت څخه بې برخې دى په پکتيکا کې ددې لپاره چې لوڼې يې  ښوونځي ته لاړې شي زيات کړاونه ګالي .
مياخان ددولسو کيلومترو لارې په وهلو سره هره ورځ  خپلې درې لوڼې دموټرسايکل په سپرلۍ ښوونځي ته رسوي اوساعتونه ساعتونه هم دښوونځي په وړاندې کښني چې هغوى بېرته دښرنې ښار  په مربوطاتو کې کورته ورسوي .
  هغه وايي مزدوري کوي چې خپلو لوڼو ته دليک لوست دزده کړې زمينه برابره کړي .
مياخان باختراژانس ته وويل: څرنګه چې په پکتيکا کې ښځينه ډاکترانې کمې دي کړېږي اوهڅه کوي چې لوڼې يې يوه ورځ ډاکترانې شي او داړو اوبې وزلو ښځو  او نارينه و درملنه وکړي .
  هغه وايي  زده کړه مې نه ده کړې مزدوري کوم زما دلوڼوزده کړه ماته مهمه ده موږ په پکتيکا کې  ښځينه ډاکترانې کمې لرو ، زما ډيره ستره هيله داده چې يوه ورځ زمالوڼې  ډاکترانې  شي اودبې وزلو اواړو ښځو درملنه وکړي.
مياخان وايي له دې امله چې هره ورځ په ساعتونو ساعتونو خپل وخت دښووځي په وړاندې خپلو لوڼو ته سترګې په لاره تېروي نه ستړې کېږي برعکس داکار دهغه دخوشحالۍ سبب کېږي .دميا خان  لوڼې په هغه ښوونځي کې چې دسويډن کمېټې له  لوري دپکتيکا دمرکز ښرنې په ښار  کې جوړ شوى دى زده کړې کوي .
ددغه بې وزلي  سړي دوه لوڼې دشپږم ټولګي  زده کوونکې دي او کوچنۍ لور يې هم په پنځم ټولګي کې په زده کړې بوخته ده .
دمياخان مشره  لور روزي دشپږم ټولګي زده کوونکې ده
هغې وويل پلار مې سواد نه لر ي او په خپل  ژوند کې يې زياتې ستونزې ګاللې دي
  ليواله يم چې يوه ورځ  ډاکتره شم اودخپل پلار  په شوندو خوښي او ژوندانه ته يې سوکالي په برخه کړم اوهم دخپلو بې وزلوخلکو علاج اودرملنه وکړم
روزي وايي  په کوم ځاى کې چې ژوند کوي دنجونو ښوونځي  پکې نشته که چيرې پلار يې  له دې سره مرسته نه واى کړى هيڅکله  يې نه شواى کولاى ښوونځي ته لاړه شي
دافغانستان په ځينو برخو کې واکمن ټولنيزحالت اودډاراچوونکو ډلو ګواښ ددې سبب شوى دى چې نجونې  کمې په عام محضر کې دڅرګندېدو اوښوونځي پوهنتون اودکار ځاى  ته ديون مجال ولري دپکتيکا ولايت هم يوله دغو سيمو څخه دى
په دې ولايت کې دښووځي په شرايطو دسلګونو زرو برابرو نجونوله شتون سره سره يواځې شلو زرو يې ښووځي ته ديون مجال  پيداکړى دى .
په همدې خاطر  هم اوس په دغه ختيځ ولايت کې دنجونوګوتې په شمار ښوونځي شتون لري .
په پکتيکا کې دښځينه ښوونکو شمېر اوس هم سلو ته نه رسيږي او په کال کې  له سلو  څخه کمې  نجونې دهغه له ښوونځيو څخه فارغيږي .
ختم_ عطاالله اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته