سیاست

تبصره

کابل باختر  دليندۍ لومړي نيټه :
دبډې اخستنې  په تور  دلوظ څارنوالۍ  ديوه جنرال محاکمه ، دقانون دتطبيق او داداري فساد ددوسيو دڅيړنې په لاره کې يوښه حرکت دى چې بايد تعقيب شي او دسترو دوسيو دڅيړنې په لور  خپله لاره پرانيزي .
دباختراژانس مفسر ليکي .
تيره اوونۍ دلوى څارنوالۍ يو جنرال چې دبډې اخیستنې تور پرې لګول شوى و له اداري فساد او له درندو جرمونو سره دمبارزې په محکمه کې محاکمه شو ، محکمې هغه دبډې  په توګه دپنځوسو زرو افغانيو په اخيستلو مجرم وباله او هغه يې دديرشومياشتو بند په تيرولو محکوم کړ .
افغان سياسي کارپوهان دهغو پيسو حجم او اندازه چې دغه جنرال دبډې په توګه ترلاسه کړى و . دبحث  وړ نه بولي خو دولتي او وظيفوي دريځ زياتې پوښتنې پيداکوي چې ولې  يو پوځي جنرال چې يوې حساس دندې په ترسره کولو موظف دى په دغه شان عمل لاس پورې کړي .
دغه کارپوهان ددغه جنرال محاکمه يو ښه پيل بولي چې بايد ونه ځنډول شي ځکه دده په شان نور واکمن  او قدرتمند کسان زيات دي چې له خپل موقف او دريځ  څخه  ناوړه استفاده کړې ده او ځان او خپلې کورنۍ ته يې له ناروا لارو پيسې او پانګې پيداکړي دي ددغه جنرال مجازات کيداى شي د ورته کسانو لپاره دمجازاتو پيل وي
له هغو کسانو سره چې له تيرو وختونو څخه دهېواد دعدلي او قضايي دستګاوو د بنسټونو دکړنو په نسبت  شک او ترديدونو شتون درلود خو دوروستې قضايي غونډې جوړول ددې څرګندوى دي چې دملي وحدت حکومت دهېواد له سترې محکمې او لوى څارنوالۍ  سره په همغږۍ کې له اداري فساد سره دمبارزې په لاره کې جدي دي او خپله دغه اراده يې له اداري فساد او له درندو جرمونوسره دمبارزې دمرکز په جوړولو سره ثابته کړې ده او ټينګار يې کړى دى چې فساد په  هيڅ کچه  کې  نه زغمي سره له دې چې خبره له اداري فساد  سره دمبارزې په برخه کې  دارادې او جديت په باب  ده  خوخلک دې ته سترګې په لاره دي چې مقامات داداري فساد پرخلاف  دمبارزې په کار کې زياتې ناندرې پاى ته ورسوي .
  دغه ناندرې  يوازې  ديوه جنرال په محاکمې سره  پاى ته نه رسيږي بايد سترې دوسيې دمحکمو په ميزونو او دقاضيانو قضاوت ته وړاندې شي او په عدلي بنسټونو او قضايي دستګاوو دزبرځواکو سياستوالو او قدرتمندانو اغيزې پاى ته ورسول شي .
دغه راز دهېواد دولتي چارواکو ته هم لازمه ده چې په ادارو کې دفساد دپراختيا عوامل په جدي توګه په پام کې ونيول شي .
همدا اوس ددولتي مامورينو په معاشونو کې څو خيل والى  شتون لري چې کيداى شي په ادارو کې دفساد د ودې يو عامل وي
افغانستان دنړيوال شفافيت دسازمان په نظر  په فساد دککړو هېوادونوپه دريم  رديف  کې دى .
  له دغه شان يو ناوړه صفت څخه وتل زيات تحرک او  هلوځلو ته اړتيا لري چې نه شو کولاى يوازې  ديوه سړي په محاکمې سره پاى ته ورسيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته