سیاست

د سولې ورکه شوې کيلي ؟

کابل/ باختر دثور ١٧:
د هېواد نازک شرايط له ټولو سياستوالو، پخوانيو جهادي مشرانو، قومي مخورو او په ټولنه کې له اغيزمنو افرادو څخه غواړي چې په هېوادکې د ټيکاو د اعاده کولو ملي موخو ته د رسيدو او د دايمي او هميشنۍ سولې د تامينولو لپاره د يو بل ترڅنګ ودريږي او د دغه شان مقدس هدف د تامينولو لپاره هڅه او هاند وکړي .
د باختر آژانس مفسر ليکي:
نن ورځ هېواد په نازکو او حساسو شرايطوکې  دى، د بهرنيو لاسوهنو اړخونه  د هرې ورځې په تيريدو سره لا زياته پراختيا مومي او د دې هېواد هميشني دښمنان دغه راز د خپلو غرضي پروګرامونو د عملي کولو په لټه کې دي او دغو موخو ته د رسيدو په لاره کې له هرې  ممکنې وسيلې څخه  استفاده کوي .
د سياستوالو ترمنځ د کدرونو له ځاى پرځاى کولوڅخه نيولې، د بنسټپالو افکارو تر رواجولو او قومي، سياسي او سمتي اختلافونو ته له لمن وهلوڅخه نيولې، د بنسټونو تر ويجاړولو پورې استفاده کوي چې په هېوادکې د ستونزو لمن لا زياته پراخه شي او د ټولو ستونزو د حل کولو لپاره وروستۍ هيلې لمنځه  لاړې شي .
په اوسنيو شرايطوکې زموږ خلکو ته په هېوادکې د هرې بلې خبرې په نسبت، سوله يوه ارزښتناکه کلمه ده چې بايد مفهوم او اهميت يې درک کړو او د اعاده کولو لپاره يې په کار لاس پورې کړو.
دولت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې دغه ملي آرمان ته د رسيدو لپاره يو لړ کارونه ترسره کړي دي او هر اړخيز پروګرامونه ترلاس لاندې لري. خو دهغو پېچلو اړخونو په پام کې نيولو سره چې د افغانستان قضيه يې لري؛ د دغه شان آرمان  تحقق يوازي زموږ د دولتي چارواکو په هڅو او هاند سره به  امکان ونه لري، خو دا چې سياستوال، پخواني جهادي مشران، قومي مخور او په ټولنه کې اغيزمن کسان له يوبل سره همغږي نه شي او د دغې مفکورې او آرمان د تحقق لپاره هلې ځلې ونه کړي . دغه شان يوې موخې ته رسيدل له ټولوڅخه صداقت غواړي، په داسې ډول چې په هېوادکې د سولې د اعاده کولو په لاره کې بايد له شخصي، سمتي، سياسي، ګوندي او ګروهي ګټو او له ځان غوښتنې څخه تېر شو. دغه راز له اداري فساد او د نشه يي توکو له کرکيلې او قاچاقو سره د مبارزې په لاره کې  چې د افغانستان لپاره بد ناموونکې پديده ده، کلکه ژمنه وکړو.
د ملي ګټو په باب فکر کول او له بې ځايه نښتې او تخيلاتوڅخه لرې والى، موږ په ډير لنډ ممکن وخت کې هغو ملي ګټو ته چې د سولې او ټيکاو اعاده کول پکې شامل دي، رسوي .
نن  ورځ  هغه  څه چې د افغانستان په خلکو تپل شوي دي، د بهرنيو لاسوهنو زيږنده دي، خو له بده مرغه کله ناکله افغانان په خپله د دغو لاسوهنو وسيله  ګرځي. بهرنيان هم د دوست او هم د دښمن په جامه کې د خپلو ګټو په لټه کې دي، نو بايد د سولې ( ورکه شوې کيلي) د بهرنيانو ترمنځ ونه لټوو.
د اوسني بحران د حل کولو (کيلي) په خپله د افغانانو په لاس کې ده او دغه کيلي  کيداى شي سليم عقل، منطق، تعقل، د ټولو د منلو زغم، همغږۍ، پيوستون او په ملي ګټو د منګولو لګول دي. سوله نه شو کولى له نوروڅخه وغواړو او د دغې غوښتنې په وړاندې امتياز ورکړو.
د يادونې وړ ده چې سوله، له يوه کمزوري دريځ څخه نه شي تامينېداى او له دې پلوه ترلاسه شوې سوله به ټکنۍ وي. که چيرې په هېوادکې د جګړې حالت او پوځي انکشافاتو ته دقيق شو، د افغانستان دولت په وروستيوکلونوکې کله چې  د خپلواکې دفاع خبره رامنځته کيږي، کولى شوو د هېواد دفاع او ملي ارزښتونه ثابت کړو او د هغو ټولو وسله والومخالفو ډلو په نسبت د پوځي توان او درايت په لحاظ په لوړه کچه کې دى او د دغه شان يو دريځ په لرلو سره سره د سولې غږ پورته کوي. دا په دې مانا ده چې دولت د خلکو اراده په پام کې لري، ځکه دولت ځان له خلکو څخه را پاڅيدلى او د هغوى د ارادې تمثيلوونکى بولي .
  نو وسله وال مخالفين چې خپلې کړنې د هېواد او خلکو په دفاع توجيه کوي،  ولې دغه شان غږ ته ځواب نه وايي او د خلکو ترڅنګ نه دريږي ؟
په هېوادکې د جګړې دوام کيداى شي په افغانستان کې دپوځي ځواکونو دشتون  د اوږديدو سبب شي، ځکه د جګړې په دوام سره به د نورو خلکو په وړاندې  د تروريستانو ګواښونه هم  شتون ولري او دا کيداى شي د نړيوالو ځواکونو د شتون د دوام لپاره يو دليل وي . 
ښه به وي چې روانو قضيو ته په ملي او اسلامي نظر وګورو، نه په دردوونکو قومي او يا ګروهي نظرونو سره.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته