سیاست

جمهور رئیس غني د سویډن د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل باختر د وږي  څليرويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د سویډن دشاهي هیواد د نوي سفیر ټوبایس تیبرګ باورلیک د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې  ومانه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د باورلیک د وړاندې کولوله مراسمو وروسته چې پرون  مازدیګر په ارګ کې پرځاى شول، د هیواد جمهوررئیس او د افغانستان لپاره د سویډن نوي سفیر، د دواړو هیوادونو د اړیکو پر  پراختیا بحث او خبرې وکړې.
همدارنګه دواړو لوریو له اروپا په ځانګړي ډول سویدڼ  سره د افغانستان د سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو د فرصتونو په اړه هم خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني ټوبایس تیبرګ ته د ښه راغلاست او په نوي ماموریت کې د بریالیتوب دهيلې ترڅنګ، له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د سویډن د مرستو او همکاریو مننه وکړه.
د سويډن دشاهي هېواد نوي سفیر په افغانستان کې پر خپل ماموریت خوښي وښوده او څرګنده یې کړه چې د خپل ماموریت پرمهال به هڅه وکړي چې د دواړو هېوادونو مناسبات او همکارۍ تر پخوا لا  زیاتې پراخې شي. #ختم- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته