کابل باختر دچنګاښ دويمه :
دکابل ښاروالۍ په کارکوونکې او دسوک وهنې فدراسيون په منشي حميد الله حميدي نن سهار په کابل کې دناپيژاندو وسله والو له لوري بريد وشو او ووژل شو .
دباختراژانس دخبرله مخې ، حميد الله حميدي کله چې له خپل کور څخه دکار ځاى ته روان و ، دکابل ښار ددريمې ناحيې په مربوطاتو کې ووژل شو او يرغلګر په تيښتې بريالي شول .
دکابل دامنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز باختراژانس ته وويل چې دحميد الله حميدي دترور دعامل دپيژندنې لپاره دپوليسو هڅې دوام لري .
دروان کال دوري دمياشتې په نولسمه نيټه دبدن دغړو په ښکلا په يوه ورزشکار کامل کريمي په کندز ښار کې بريد وشو او ووژل شو .
مخکې له دې يو شمير نور ورزشکاران په کابل ، قندهار اوبلخ کې وژل شوي و .
دغه راز طالبانو څو ځلې په ميمنه ، ميدان وردګو ، پکتيکا ، ننګرهار او په نورو ځايونو کې په ورزشي ډګرونو بريدونه کړي دي او يوشمير ورزشکاران او ننداره کوونکي يې شهيدان کړي دي . ختم- عطاالله _ اکرم