امنیت

په هلمند کې د طالبانو د سوق او ادارې مرکز له منځه یوړل شو

لښکرګاه باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه د هلمند سيمه ييز مسوولان وايي چې په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو جنګي ماشين له منځه وړل شوى او د هغوی پوځي توان فلج شوى دى. د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: د هلمند والي محمد ياسين خان پرون په يوه خبري غونډه کې وويل چې د تېرو دوو مياشتو په بهيرکې په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو په مرکزونو ځمکني او هوايي شپني عمليات د دې سبب شوي دي چې دوى د افغان پوځيانو په وړاندې د مقابلي توان له لاسه ورکړي. له بلې خوا د هلمند امنيه قوماندان عبدالرازق يعقوبي وويل چې په تېرو څو مياشتو کې د وسله والو طالبانو د سر زيان زيات شوى او په مقابل کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د سر زيان د پخوا په پرتله کم شوى دى. دغه راز په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو د يوه مهم قوماندان په وژل کېدو سره د نادعلي ولسوالۍ او د باباجي سيمه د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې دي. ده وويل: د نورو سيمو د بېرته نيولو لپاره عمليات دوام لري. پاى شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته