سیاست

انجنيرمحمد عارف نورزى د انرژي او اوبو وزارت د سرپرست په ټوګه وټاکل شو

کابل باختر د لړم شپږمه :
دافغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي د يوحکم په صادرولو سره انجنير محمد عارف نورزي د انرژي او اوبو وزارت د سرپرست او کانديد په توګه وټاکه.
دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا د لوى رياست د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باخترآژانس ته خبرورکړ:
  د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس د انرژي او اوبو په وزارت پورې د اړوندو چارو دپرمخ بيولو په مقصد دملي شورا د ولسي جرګې له خوا د باور د رايې د اخيستلو د پړاونوتربشپړولو پورې انجنيرمحمدعارف نورزي دانرژي او اوبو د وزارت د سرپرست او کانديد په توګه ټاکلى دى.
په پارلماني چاروکې د دولت وزيرموظف دى دغه کانديد دباور د رايې د اخيستلو په مقصد دملي شورا ولسي جرګې ته معرفي کړي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته