سیاست

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي سلامشورو لومړۍ غونډه وشوه

کابل/ باختر دزمري دمياشتې ٢٤ مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي او د پاکستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معینې تهمینې جنجوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي سلامشورو لومړي پړاو غونډه، نن سهار په کابل کې د افغانتسان په بهرنیو چارو وزارت کې ترسره کړه.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
سیاسي معین حکمت خلیل کرزي د همغږۍ څلور اړخیزې ډلې په چوکاټ کې د شویو ژمنو، په آستانه کې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د غونډې، کابل او اسلام اباد ته د چین د بهرنیو چارو وزیر د سفر په دوران کې د لاسلېک شویو هوکړه لیکونو او په بیلابیلو غونډو کې د افغانستان او پاکستان د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د شویو ژمنو په ګډون د وروستي دوه اړخیز سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکاریو او غونډو په اهمیت ټینګار وکړ.
د دوه اړخیزو سلا مشورو په غونډه کې، دواړو لورو د افغان سولې بهیر، د ډیورنډ فرضې کرښې په اوږدوکې د امنیت او د سوداګرۍ او ټرانزیت په ګډون په بیلا بیلو موضوعګانو خبرې اترې وکړې.
دواړو لورو همداراز ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل باور بیا جوړول ډیر مهم دی.
له همدې امله، دواړو لورو د بیلا بیلو میکانیزمونو له لارې دوه اړخیز باور او اعتماد ته د ودې ورکولو هوکړه وکړه.
دواړو لورو دوه اړخیزې سوداګرې ته د ودې ورکولو لپاره خپله لیوالتیا وښوده چې په دې وروستیوکې يې کچه راټېټه شوې ده. په دې برخه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو او د هغو خڼډونو له منځه وړلو هوکړه وکړه چې د دواړو ګاونډیوهېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ مخه نیسي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي سلا مشورو دویم پړاو غونډه به د ۲۰۱۸ زیږدیز کال په لومړۍ ربع کې ترسره شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته