امنیت

اته تنه جګړه مار طالبان ووژل شول

کابل باختر  دغبرګولي  ١٣

په قندهار ولايت کې دپوليسو او طالبانو ترمنځ  نښته کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او څلور تنه نور ټپيان شول .

 دقندهار ولايت  چارواکي وايي  چې ددغه ولايت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې  د سيمه ئيزو پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ  نښته کې  اته  تنه جګړه مار طالبان  ووژل شول او څلور تنه نور يې  ټپيان شول .

  دقندهار دوالي ويندوى  جاويد فيصل  باختر اژانس ته وويل  چې دغه پيښه تيره شپه  د شاه ولي کوټ ولسوالۍ  د  وچ باختو په سيمه کې  له هغه وروسته  رامنځته شوه  چې يوې ډلې  وسله والو مخالفينو  دسيمه ئيزو پوليسو  په يوې پوستي  بريد وکړ په دې يو ساعته  نښته کې  اته تنه وسله وال کسان  ووژل شول

او څلور تنه نور يې  په داسي حال کې چې ټپيان شوي و او دتيښتي په حال کې و  ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته