کابل باختر د کب اتلسمه :
دمارچ اتمه دښځو دپيوستون ورځ نن دبلخ او ميدان وردګو په ولايتونوکې ونمانځل شوه .
دباختراژانس دخبريالانو دخبر له مخې : په هغو غونډو کې چې په همدې اړوند دسيمه ئيزو مقاماتو اوښځو په ګډون دبلخ او ميدان وردګو په ولايتونوکې جوړې شوې وې وينا والو په ټولنه کې دښځو داوسني حالت په باب خبرې وکړې او په ټولنه کې يې دښځو رول ارزښتناک وباله .
دوى په خپلو خبرو کې په ټولنيزو ، فرهنګي ، اقتصادي او سياسي برخو کې دښځو ګډون او ونډه اخيستنه ضروري وبلله او دښځو پرخلاف هر رازتاوتريخوالي يې مردود وباله .
غونډې په غوره اومخکښو ښځو دسوغاتونو په ورکولو سره پاى ته ورسېدې .
1 د یوې دقیقې څخه لږ