کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢٧ :
په نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د تيرې ورځې په نسبت اته ډالره کمښت ليدل کيږي.
تېره ورځ په نړيوالو بازارونوکې يو انس سره زر په ١٢٤١ډالره وړاندې کيدل؛ خو نن په ١٢٣٣ ډالره وړاندې کيږي .
دپښتنى بانک د سرو زرو دمارکيټ يو پلورونکى قاهرخان ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل : اوس يو ګرام مصري سره زره په ٢٤٠٠ افغانيو، کويټي ٢٣٥٠ افغانيو ، سنګاپوري ٢٣٠٠ افغانيو ، عربي ٢٠٠٠ افغانيو ، بحريني په ٢٠٥٠ افغانيو، ايراني په ١٦٠٠او يوګرام روسي سره زر په١٥٠٠ افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيدل.
1 د یوې دقیقې څخه لږ