نړۍ

په ايران کې د دريو تنو امريکايانو نيول کيدل

تهران- نړيوال خبرځايونه – باختر دزمري دمياشتې ٤
دواشنګټن پست ورځپاڼې: ديو خبريال په ګډون درې تنه امريکايان په ايران کې نيول شوي دي .
دغې ورځپاڼې پرون وليکل: دوه تنه امريکايان چې تراوسه پورې يې هويت نه دى څرګند شوى؛ آزاد فوټو ژورناليستان وو.
دواشنګتن پست ورځپاڼې يو منشي داګس جيهل د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل: دقيق اطلاعات په لاس لري چې جانسن رضاييان او ميرمن يې يګانه صالحي دسه شنبې په ماښام نيول شوي دي.
دواشنګتن پست په ليکه: اته ديرش کلن رضاييان امريکايي او ايراني تابعيت لري ميرمنې په امريکا کې د دريمې استوګنې غوښتنه کړې ده او له يوې خپرونې سره چې مرکز يې په عربي متحده اماراتو کې دى؛ کارکوي.
دامريکا دبهرنيو چارو وزارت وياندې ماري هارف ويلي دي چې په دغې پيښې خبره ده؛ خو په دې باره کې څه نشي ويلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته