واشنګتن بي بي سي باختر دزمرى دمياشتې ٢٥
د امريکا جمهور رييس بارک اوباما د مصر د وروستيو بدلونو پرخلاف په لومړني غبرګون کې ، دملکي وګړو پرخلاف تاوتريخوالي په کلکه وغانده او
له مصر سره دا مريکا ګډ پوځي مانور يې لغوه کړى دى .
اوباما وويل : د زور کارول د سياسي اختلافونو دحل لاره نه ده .
دامريکا جمهور رييس وويل ، په داسې حال کي چې ملکي وګړي په واټونو کې وژل کيږي له مصر سره همکاري نه شي کيداى په عادي ډول دوام ومومي.
اوباما د مصردولت ته خبردارى ورکړ چې خطرناک تګلوري ته برابرشوى دى او دتاوتريخوالي د بندولو اوپخلايني دبهير دپيل غوښتنه يي وکړه.
د مصر د امنيتي ځواکونو له تاوتريخوالي ډک عمليات د زمري د مياشتې په
٢٣ نيټه د چارشنبې په ورځ دقاهرې ښار په بيلابيلو سيمو کې او دهغو اعتراض کوونکو د خورولو لپاره ترسره شول چې دمحمدمرسي اوداخوان المسلمين په ملاتړ يې تحصن کړى وو.
دمصر دولت په دغو عملياتو کې د وژل کسانو شمير څه دپاسه پنځه تنه اعلام کړى دى ، خو اخوان المسلمين وايي چې څه د پاسه دوه زره تنه وژل شوي دي.
دامريکا جمهور رييس وويل ، چې موږ د ملکي وګړو پرخلاف تاوتريخوالي مردود بولو . موږ د سوله ييز اعتراض دحق په ګډون دبشر دنړيوالو حقوقو د
مرکز ملاتړ کوو.
اوباما وويل : امريکا مصري مقاماتو ته خبر ورکړى دى چې د ( ستاره روشن )
ګډ پوځي مانور چې ټاکل شوې وه په ر اتلوونکي مياشت کې ترسره شي ، لغوه کړى دى .
دغه مانور چې په نړۍ کې ډير ستر څومليتي مانور بلل کيږي په هرو دوو کلونو کې يو ځل ترسره کيږي .
د دغه پوځي مانور ترسره کول په ١٩٧٩ ميلادي کال کې دکمپ ديويد دتړون له لاسليک وروسته پيل شول . په وروسته کلونو کې د ناټو د غړو او دعربي هيوادونو په ګډون نور هيوادونه له دغه مانور سره يوځاى شول .
اوباما په دې باندې په ټينګارسره چي امريکا په دغو نښتو کې دهيڅ ډلې پلوي نه کوي په مصر کې د بيړنې حالت د پاى ته رسولو غوښتنه وکړه.