امنیت

دوسله والو طالبانو دلوژستيک مسوول په لوګر ولايت کې ونيول شو .

کابل باختر د کب  اتلسمه :
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو دطالبانو دډلې داکمالاتو مسوول  له يوې اندازې وسلې اومهماتو سره په لوګر ولايت کې ونيوه .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ : دغه سړى دلوګر ولايت دخوشي ولسوالۍ په دوبندي کلي کې دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو له خوا له اووه موټرونو يوه کلاشينکوف د پرسونل اوشارتکي ضد شپاړلسو ماينونو ، ٣٥٠ کيلوګرامو امونيم  نايتريت ډوله چاويدونکو توکو ، ٤٨ کيلوګرامو پوتاشيم کلورايت  ډوله چاوديدونکو توکو ، ٦٩٠ کيلوګرامو نشه يي توکي ، ١٧ کلوګرامه تروتيل او له څلورو ثانيه سوځوونکي فليتې سره ونيول شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته