کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٨
دکابل پوليسو يو ۱۷ کلن ځوان نيولى دى چې د کابل ښار په يوه ګڼ ميشته سيمه کې يې د ځانمرګى بريد نيت درلود.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د کابل ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحيمي نن په يوه خبري غونډه کې وويل: دکابل پوليسو د بغلان ولايت اوسيدونکى قاري عبدالله چې غوښتل يې د کابل ښار په يوه ګن ميشته سيمه کې په ځانمرګى بريد لاس پورې کړي؛ ونيوه.
سره له دې چې د کابل د پوليسو دغه مقام د دغه تنکی ځوان د نيولو دقيقه نيټه مشخصه نه کړه؛ خو ويې ويل چې ده اعتراف کړى او ويلى يې دي چې د ځانمرګو بريدونو زده کړه يې د پاکستان په ميرامشاه کې کړې دي او د ځانمرګى بريد لپاره په کابل کې موظف شوى و.
جنرال رحيمي زياته کړه چې له دغه تنکى ځوان سره نور افراد هم موظف وو چې د کابل په څلوروسيموکې په ځانمرګو بريدونو لاس پورې کړي.
ده د کابل ښار د هغو ګڼ ميشتو سيمو يادونه وکړه چې د دغه شان بريدونو په مقصد د تروريستانو په پروګرام کې شاملې وې.
نيول شوى تنکى ځوان قاري عبدالله د ميرويس ميدان په ساحه کې په دغه شان عمل ګومارل شوى و.
دغه راز د کابل ولايت امنيه قوماندان د پنځو تنوغلو د نيولو خبرهم ورکړ .
دغه پنځه تنه غله له پخوا څخه د پوليسو تر څارنې لاندې وو چې په پاى کې په پنځمه ناحيه کې له غلا کړې شويو پيسو، وسلو او نورو وسايلو سره چې د تيلو د يوه ټانک په غلا کې کارول شوى و، ونيول شول.
دکابل ولايت امنيه قوماندان نيول شوي کسان متکرر مجرمين وبلل چې په تيرو پنځو کلونوکې دغلا ترڅنګ د وژنې د قضيو مرتکب شوي هم وو او هغه اشخاص يې چې وژلي وو؛ په هغو کورونوکې ښخ کړي چې په کرايه يې نيولى و.
ده زياته کړه: دوى اعتراف کړى دى چې دوه مړي يې د کابل په يوه اديره کې هم ښخ کړي دي .
په دې ترڅ کې د يوې کورنۍ ډله ييزه وژنه هم شته چې يواځې د دغې کورنۍ يوه څلور کلنه نجلۍ چې ويده وه؛ ژوندۍ پاتې شوې ده.
د پوليسو دغه مقام وويل: دکابل پوليسو درې تنه نور دوسايطو دغلا په تور دکابل ښار په بيلابيلو ناحيوکې نيولي دي او نهه تنه نورچې د وسايطو پليټونه يې غلا کول؛ دښار د شپږمې ، اوومې او پنځمې ناحيې په مربوطاتوکې له غلا کړى شويو پليټونو سره نيولي دي چې دوى اعتراف کړى دى چې له دغو لمبرپليټونو څخه يې د تروريستي عملونو او وسله والو غلاوکې استفاده کوله.
دغه راز امنيه قوماندان وويل: دکابل پوليسو څو تنه نورهم د اوولسمې او شپاړلسمې ناحيې او د بګراميو په ولسوالۍ کې د وژنې په قضيو کې د لاس لرلو په تور نيولي دي.
دوى د قاضي فريمه او د کابل ښار د اوسيدونکو محمد عثمان، عبدالرزاق او حشمت الله په وژلوکې لاس درلود.
دغه راز د کابل پوليسو په سلګونو غير اخلاقي فلمونه او سي ډي ګاڼې په کابل ښارکې راټولې کړي او په دې اړوند يې څو تنه پلورونکي او عاملين نيولي دي.
0 2 دقیقې لوستل