کابل باختر دوږي ديارلسمه :
دفن او حرفې او دکارموندنې دحالت دڅيړنې اووم پروګرام د سوداګرو ښځو په ګډون په هرات ښار کې جوړ شو .
دغه پروګرام دهرات ولايت دمرستيالې مونسې حسن زاده دملي او نړيوالو موسسو ، دښځو دسوداګرى د صنايعو دخونو او دکارګرانو او کسبګرو داتحاديو داستازو په ګدون دفن او حرفې او کارموندنې دحالت دڅيړنې او دښځو داقتصادي حالت دښه والي په مقصد جوړ شو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې ګردي ميز کې دښځو دسوداګرى او صنايعو دخونو همکارى او همغږى او د متقابل ملاتړ ددولتي ادارو ، ملي او نړيوالو موسسو او د خصوصي برخې استازو دسوداګرو او دکار دخاوندو ښځو دملاتړ په باب خبرې اترې وشوې .
ختم _ ج _ اکرم