امنیت

په ننګرهارکې ۵۷ کیلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه شول

۳۳ـ جلال اباد/ باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۲ مه
د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو ۵۷ کیلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړل.
ځايي چارواکي وايي چې ترلاسه شوي نشه يي توکي په دوو «آلټو» موټرونو کې ځای پر ځای شوي وو چې په تړاو یې دوه تنه هم نیول شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د باختر اژانس سیمه ېيز خبریال ته وویل چې په ترلاسه شویو نشه یي توکو کې ۴۹ کیلوګرامه چرس او اته کیلوګرامه اپین شامل دي. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته