کابل ، د ثور ۱۸ مه ، باختر
د سمنګانو د حضرت سلطان ولسوالۍ په یکه توت سیمه کې د فلانکوچ او فولډر ډوله موټرو په ټکر کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په یاد ولایت کې د ډاکټر اکرام الدین وکیلزاده سل بستریز روغتون ډاکټر عبدالقدیر امان وايي چې د پېښې له ځایه ورته یو مړی او دیارلس ټپيان وروړل شوي دي. د دوو ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
په ورته وخت کې د هلمند د مرکز اتمې حوزې په غازي محمد ایوب خان مېنه کې په یوه ترافیکي پېښه کې درې تنه ټپيان شوي دي.
ن/ر